IQNA

د عمان قرآني مدرسې؛د ځوان نسل  د معنوي  روزنې ځانګو دي

10:18 - March 30, 2025
د خبر لمبر: 3490887
ایکنا – د عمان په سلطان میشته  هیواد په مینځ کې قرآنی مدرسې،د عثماني ټولنې په هر وګړي کې اسلامی ارزښتونه سسټماټيک کوي او دینی ارزښتونو ته د پابند ځوان نسل په روزنې کې  مهم رول  لري.

ایکنانیوز د عمان ډيلي له قوله راپور راکړی،  د سلطان میشته عمان په مینځ کې قرآنی مدرسې،د هغو نوراني فانوسونو په څير دي چ ې د علم اوا یمان لارې روښانه کوي ځکه د خپلو دیوالونو په داخل کې د اسلامی  ارزښتونو مصله یوځاي کوي چې د عمان دټولنې خټه پیاوړي کړي ، دا یوازې مدرسې نه دي،چې حروف ورزده کوي،او آیتونه القاء کوي، پلکې د هغو ځوانانو  کلاګانې دي چې په هغو کې د کلتور او پوهه بیرته پراخیږي،داسې اخلاق چې د اسلام  ملغلرې  منعکس کوي.

 د  عمان د نزوي ولایت د جمعې امام او واعظ شیخ سعید بن هلال الشریاني  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  هغه قرآنی مدرسې چې په درست  عمان هیواد کې خورې ورې شوي ،  مخکې  مکتب خانې یا کتابیب  نومیدلې  او په درست  عمان کې پراخې دي.

مدارس قرآنی عمان؛ مهد پرورش معنوی نسل جوان

 عمان وال  ډير زره پوهه شول چې  د قرآن په سیوري کې قرآني تربیت  د یوه امین محافظ په شان  دی اوداسې لوړ او لوي بند دی چې  دعماني انسان ښکلې څيره  انځوروي  چې  لوړ اخلاق لري  چې هر عماني  له هماغه ماشوموالي څخه په قرآنی کړیو کې  او  د کورنۍ په چاپیریال کې ورسره  ګروهمن کیږي او ورسره مینه لري.

هغه ټينګار کړی ، د قرآنی مدرسو  په اهمیّت ژور اعتقاد هغه شی دی چې د دوی د شمیر څو چنده زیاتیدا لامل شوی  او ټولنه د دوي د بقا د ساتلو او  د ګټور کیدا او د هغو د رول لوبونې  د دوام لپاره لګښت کوي، دا چاره  په هغو ډيرو وقفونو کې مومو چې  عواید ئې د قرآن د مدرسو په جوړولو او ساتلو کې مصرفیږي او د قرآن زده کونې  لګښتونه چې  په هغو کې وي،  هغه که  سړي وي او که میرمنې ، تامینوي ئې  دوي  سره مینه کوي او له خپلو معلمانو سره  دق رآن  د قرائت او ذکر په محفلونو کې  ارتباط ټينګوي ، واقعا  له همدې  ځایه پوهیږو، چې   د خپل هیواد او دین لپاره  د ایماندارو او  اخلاق لرونکو او غوره  ځوان کهول تربیت کول، په هغه یو موټي سسټم کې دی چې  دغه مدرسې  د قران کریم  زده کړې  او لوړ الهی ارزښتونه په دغو روزنیزو مرکزونو کې  وړاندې کوي.

مدارس قرآنی عمان؛ مهد پرورش معنوی نسل جوان

د اردن په  داخلیه ولایت کې  د  میرمنو د زده کړې او ارشاد د مرکز مشرې میرمن ثریا بنت سعود النبهانیه  هم وائي؛ د قرآن کریم مدرسې  له دیني او اخلاقو له پلوه  دځوانانو په  تیارولو کې  مهم رول لوبوي ،دا  داسې اورګانونه دي چې  په هغو کې ځوانان قرآن کریم  او لههغو سره اړونده علوم زدهکوي ، ځکه  دوي خپل رول  د قرآن کریم په  پیاوړتیا  او رامینځةکولو کې  لوبوي، داسې سم باؤر  چې ځوانان  له هغو فکری بهیرونو څخه له اغیزمنیدا څخه چې  له واقعي دیني زده کړو سره غږمله نه وي، خوندي ساتي .

میرمن النبهانیه د عمان په قرآنی مدرسو کې  د زده کړې پروګرامونو ته په اشارې سره ووئیل؛د قرآن حفظ او ترتیل  او په مختلفو رودو سره د حفظ تثبیت، د لهجې  روزل،د تلاؤت قواعد،  په آیتونو کې تدبر او آسان تفسیر، د فقې پراصولو سربیره،د پیغمبر اکرم (ص)  سیرت او همداراز د تحفات الاطفال، الجزاریه ،القاعده  القرآنیه او النورانیه په څير متنونه  په دغو مدرسو کې تعلیمي سرچینې دي.

مدارس قرآنی عمان؛ مهد پرورش معنوی نسل جوان

د یوې قرآنی مدرسې مدیر حمد بن راشد الحسني هم  تائيدوي چې  د قرآن کریم  مدرسې له کورنۍ وروسته،د قرآن زده کونکي په غیږې کې نیسي، پردې اساس په دغو مدرسو کې  ځوان  نسل  د قرآن  له چینو ځانونه خړوبوي  او د تلاؤت ، د قرآن دزده کولو ،  او له آیتونو سره  دانس له لارې  دهغوي ګبین  خوري څو  اخلاقیاتو ته اهمیّت   ورکړي او  پخپل وجود کې  لوړ ارزښتونه او اصول   پرورش کړي  او  دځوانانو  په روح او باطن کې نغښتي  وړتیاوې  رابرسیره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4264250

captcha